د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ مأموریت وغځول شو

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنېټ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دوشنبې په ورځ «د تلې په ۱۳مه» په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې له مخې به‌یې د ریچارډ بنېټ مأموریت دوام وکړي.

دغه پرېکړه‌لیک په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ مأموریت د یوه بل کال لپاره غځوي او په دغه هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت د څارنې او راپور ورکولو پر دوام ټینګار کوي.

د پرېکړه‌لیک له مخې، ځانګړی راپور ورکوونکی به د قومي، مذهبي او ژبنیو لږکیو د وضعیت په ګډون، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د بشري حقونو شورا او د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته راپور وړاندې کوي.

پرېکړه‌لیک د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو له نورو اړوندو ادارو څخه هم غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ځانګړی راپور چمتو کړي.

همداراز په پرېکړه‌لیک کې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څارنې او مستندسازۍ د فعالیتونو د دوام لپاره د لا ډېرو سرچینو او ملاتړ پر برابرولو ټینګار شوی دی.