د ښوونکي ورځ؛ م. م یو ځل بیا د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړو غوښتنه وکړه

ارشیف، یو شمېر افغان نجونې زده‌کوونکې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي، هیله لري چې په افغانستان کې ښځې وکولای شي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي، د راتلونکو ښوونکو په توګه وروزل شي او د ځوانو نجونو د پوهې او مهارتونو په وده کې ونډه واخلي.

دغې ادارې د دوشنبې په ورځ د ښوونکي د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله اېکس‌پاڼه دا خبره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته، نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو او تحصیلاتو څخه منع شوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په یوه وروستي راپور کې ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر اوسه په افغانستان کې شاوخوا ۲.۶ میلیونه نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو څخه بې‌‌برخې شوې دي.