د بلوچستان په اوبښتي څنګل کې له یولسو ورځو راهیسې اورلګیدلی چې لاهم نه دی مهار شوی

انځور له ارشیف څخه

زیارت کې د اوبښتې په هغه ځنګله کې، چې د خپلې بڼې له کبله د نړۍ دویم ستر ځنګل دی، لګېدلی اور لا هم نه دی مهار شوی.

سیمه ییز چارواکي وايي په یاده سیمه کې نامعلومه وسله وال فعالیت لري چې دوی په اسانه د اور مړه کولو ته نه شي وردانګلی.

دا معلومه شوې ده چې اور لګول شوی دی او خلکو لګولی دی، اصل لامل یې هم دا دی

د سپتمبر له ۲۵مې نېټې راهیسې پوره یوولسمه ورځ ده چې د زیارت د اوبښتو په ځنګل کې لګېدلی اور لا هم نه دی مړ شوی.

د ازادي راډیو لخوا د ناسا د تازه سیټلایټ او اور څارنې ډیټا په تخنیکي څېړنه کې تصدیق شوې ده چې د ځنګل دننه اور لا هم بل دی او تودوخې نښې پکې فعالې دي.

د زیارت سیمې یوه چارواکي نور احمد ازادۍ راډیو ته تایید کړې چې په لویه کچه اور په خپله مړ شوی دی، خو هغه دا هم منلې چې لا هم په واښو، بوټو او ځینو برخو کې د اور لوګی شته.

د هغه په ټکو،"داسې ده چې یو اوبښته ونې دي، بل واړه بوټي دي، د اوبښتو اور مړ دی او د وړو بوټو څخه لوګي خیژي او لوی اور مړ شو"

د پېښې په لومړیو ورځو کې، د ځنګلونو محکمې او د ناسا او نورو څارونکو سیټلایټونو اټکل کړی وو چې د اور له امله د ځنګل له ۷۰ هکتاره زیاته سیمه سوځېدلې ده.

د دغو ادارو په خبره، پر ونو سربیره د ماخۍ او ترخه په څېر نور طبیعي بوټي هم سوځېدلي دي.

د بلوچستان د ځنګلاتو محکمې د لورالايي څانګې مشر، امين منګل په خبره لومړي معلومات ښيي اور د یو چا په لوی لاس لګولی دی.

"دا معلومه شوې ده چې اور لګول شوی دی او خلکو لګولی دی، اصل لامل یې هم دا دی".

د ځنګلونو د مالکانو تر څنګ مالدار یا مال لرونکي خلک هم خفه دي ولې چې دلته ونې، بوټي، واښه هر څه وسوځول شول او دا د اسیا تر ټولو لوی ځنګل دی نو دا ظلم دی

د یادې سیمې اوسېدونکي نظیر احمد ازادۍ راډیو ته وویل، اور دوام لوړی او پېله/پيلې غره په نامه ځنګلي سیمو کې لګېدلی او د دې تر څنګ د زيارت په روز کڅ سيمه کې نامعلومه خلکو په خپل سر د مڼو په ګډون ځینې شنې ونې اره کړي دي.

"د ځنګلونو د مالکانو تر څنګ مالدار یا مال لرونکي خلک هم خفه دي ولې چې دلته ونې، بوټي، واښه هر څه وسوځول شول او دا د اسیا تر ټولو لوی ځنګل دی نو دا ظلم دی".

چارواکي وايي چې اور په دوه یو له بل سره نژدې سیمو کې لګېدلی، لومړی د سپتمبر په ۲۵مه د زیارت د کلي وام لوړۍ کې لګېدلی او دوې ورځې وروسته اور مړ شوی خو بیا د سپټمبر په ۲۸ مه په پېلي غر نومې سیمه کې اور لګېدلی او یادې سیمې د بلوچستان د ځنګلونو د محکمې او حکومت تر واک لاندې دي.

د زیارت ضلعي چارواکو په وینا په لومړۍ ورځ دوی د ځنګلونو کارکوونکي سیمې ته واستول، خو په سیمه کې د دیرشو تر څلویښتو پورې نامعلومه وسله والو د موجودیت له کبله عملیات ودرول شول.

د چارواکو په وینا د ولسوالۍ چارواکو په غوښتنه د بلوچستان حکومت له پوځ څخه د هوايي مرستې او هلیکوپټر غوښتنه کړې وه، خو د ځمکنیو او امنیتي شرایطو له امله هوايي عملیات هم تر اوسه ځنډېدلي دي.

نور احمد ازادي راډیو ته وویل، "خبره داسې ده چې د امنیتي وضاحت مسله ده، ځايي خلک ورغله اور یې مړ کړ، حکومتي خلکو ته وېره ده ځکه هغوي نه دي ورغلي".

د چارواکو په وینا په زیارت او شاوخوا سیمو کې د ناقانونه بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلې بي ايل اې او همدا راز د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان شتون شته خو ازادۍ راډیو د دې دعوا تصدیق نه شي کولی، خو تر دې وړاندې د زیارت مانګي سیمه او شاوخوا سیمو کې وسلوالو بريدونو کې لوی زیانونه اوښتي دي.

خبره داسې ده چې د امنیتي وضاحت مسله ده، ځايي خلک ورغله اور یې مړ کړ، حکومتي خلکو ته وېره ده ځکه هغوي نه دي ورغلي

روان کال د جولای په میاشت کې په مانګي سیمه کې په یو خونړي بريد کې شاوخوا دېرش پاکستاني پوځیان وژل شوي وو چې مسؤلیت یې تحریک طالبان پاکستان منلی وو او همدارنګه په زیارت پولي پښین سیمه کې له بريدونو وروسته امنیتي ځواکونو په زیارت او شاوخوا غرنيزو سیمو کې د عملیات شعبان په نوم پراخ بریدونه پیل کړي وو.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پی آر) د سپتمبر په ۲۷مه نېټه په یو خپاره شوي بیان کې ادعا کړې وه چې د سپتمبر له یوویشتمې نېټې راهیسې په زیارت او شاوخوا سیمو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په ترسره شویو عملیاتو کې شپږ پنځوس تنه ترهګر وژل شوي دي.

راپورونه ښيي چې د زیارت اوبښتي ځنګلونه پر یو لک لس زره هکټاره یا شاوخوا دوه لکه اویا زره جریبه ځمکه خپاره دي او په نړۍ کې د اوبښتو دوهم لوی ځنګل بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو د پوهنې، ساینس او کلتور سازمان (یونیسکو) په ۲۰۱۳م کال کې یاده سیمه او د زیارت ځنګلونه د چاپېریالي ارزښت له مخې د "بایوسفیر ریزرو" په توګه اعلان کړي دي او له ۲۰۱۶م کال راهیسې د نړیوال میراث په لنډمهاله لېست کې هم اچول شوې سیمه ده.

د پوهانو په وینا یاد ځنګل زرګونه کاله عمر لري چې ساینسي پوهان ورته د زرګونو کلونو زاړه او د تاریخي ارزښت لرونکي ژوندي فوسیلونه اصطلاح کاروي او د اقلیمي بدلون په څېړنو کې مهم رول لري.

د سیمې فعالانو او سياسي ګوندونو د اور پر لګېدو او د ونو پر پرېکېدو سختې اندېښنې څرګندې کړې دي، دوی په خپلو بیانونو کې د لګېدلي اور په پوره توګه د قابو کولو تر څنګ د اور د لګېدو د مخنیوي تګلارې، عصري وسایلو او روزل شوي عملې د چمتو کولو او د يادو پېښو د پلټنو او عاملینو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.