د عمران خان زرګونه پلویانو د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد په لور خپل لاریون پیل کړ.
د تحریک انصاف بنسټګر او د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان له ۲۰۲۳ کاله بندي دی.
د خان پلویانو له یکشنبې خپل لاریون پیل کړی او وایي د خپل رهبر خلاصون غواړي.
خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي چې د خبرو لپاره پېښور ته تللی و د جوړجاړي د هڅو تر ناکامېدو وروسته ویلي چې لاریونوال اسلام اباد ته نه پرېښودل کېږي.
دوه کاله مخکې هم د تحریک انصاف ګوند له خوا پراخې مظاهرې له حکومتي ځواکونو سره په تاوتریخوالي واوښتې.