د بشري حقونو د څار سازمان: د جګړې ښکېلې خواوې زیانمنو افغانانو ته د عدالت په تامین کې پاتې راغلي

په یوه چاودنه کې ټپي افغان سپین ږیری

د بشري حقونو د څار سازمان راپور ورکړی چې په افغانستان کې د جګړې ښکېلې خواوې زیانمنو افغانانو ته د عدالت په تامین او حساب کې پاتې راغلي.

دغه سازمان پر افغانستان د امریکا د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په درشل کې په دې اړه یو راپور خپور کړی او پر امریکا، لویدیځو هېوادونو، پخواني افغان جمهوري نظام او طالبانو باندې یې سختې نیوکې کړي دي.

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه متحده ایالتونو پر افغانستان بریدونه پیل کړل چې په نتیجه کې یې د طالبانو حکومت وپرځېد.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا برخې د مرستیالې پتریشیا ګاسمن په حواله ادعا شوې چې :«۲۵کاله وروسته، د امریکا په زندان کې شکنجه شوي افغانان او د هغو کورنۍ چې په ناحقه وژل شوي د امریکا له حکومته د غرامت د ترلاسه کولو یا د شکایت د ثبت واضحه لار نه لري.»

په دغه راپور کې د احتمالي جنګي جرایمو د څېړنې په پڅ بهیر هم نیوکې شوي.

د بشري حقونو د څار سازمان په اوسنیو واکمنو طالب چارواکو هم نیوکه کړې چې د جګړې پر مهال یې زرګونو افغانانو ته مرګژوبله واړوله خو خپل کسان یې د دغو جرایمو لپاره ونه پوښتل.

طالبانو لا د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي او امریکا هم کوم غبرګون نه دی ښوولی.