په هند کې د انتخاباتو د کمیسیون د یو لړ اقداماتو پر ضد پراخ لاریونونه روان دي

هند کې د ټاکنو کمیسیون پر ضد د لاریون یوه برخه

یکشنبه چې د مظاهرو دریمه ورځ وه زرګونه ځوانانو او د مخالف ګوند غړیو په نوې ډهلي او ممبۍ کې د رای ورکوونکو د نوملړ د اصلاحاتو او د هند د انتخاباتو د کمیسیون د مشر ګیانش کومار پر ضد سړکونو ته وتلي وو.

پولیسو ګن مظاهره چیان نیولي چې تر لنډې مودې وروسته یې خوشې کړي خو د ځینو نیول شویو پر ضد دوسیې هم ثبت شوي.

لاریونوال وایي چې د انتخاباتو کمیسیون د صدراعظم ناریندرا مودي د واکمن ګوند بهارتیا جاناتا په پلوۍ د رای په شرایطو برابر میلیونونه کسان د رایې ورکولو له حقه محروم کړي.

خو د ټاکنو کمیسیون وایي چې دوی د ټاکنو د ښه ترسراوي او خوندیتوب په هدف د رای ورکوونکو نوملړ اصلاح کوي تر څو تکراري نومونه او د مړیو او یا هغو خلکو نومونه لرې شي چې د رایو په شرایطو برابر نه دي.

د دوشنبې په ورځ هم مخالفو ګوندونو د ټاکنو د کمیسیون په وړاندې د ډموکراسۍ د ژغورلو په شعار سره د مظاهرو غږ کړی.