امریکا د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلې کې د ایران د پلاوي دوه شامل ډپلوماټان وروسته له هغه له دغه هېواد وایستل چې د امریکا له خاورې د وتلو امر یې له پامه غورځولی و.
د راپورونو له مخې امریکا دا دوه ډپلوماټان د شنبې په ورځ له خپلې خاورې وایستل.
دا دوه ایراني ډپلوماټان د عمومي اسمبلې له پای ته رسېدو وروسته لا هم په نیویارک کې پاتې وو.
امریکایي چارواکو تېره دوشنبه په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ ته امر کړی و چې د ایران د پلاوي ټول غړي باید ژر له امریکا ووځي.
د ایران استازولۍ ته د جمعې په ورځ هم خبر ورکړل شوی و چې دوی په نیویارک کې د ایران د پلاوي د دوو غړو له پاتې کېدو خبر دي او باید ژر ووځي.