د واخان سړک چې افغانستان له چین سره نښلوي ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

واخان کې د نوي سړک یو انځور

د طالبانو حکومت وايي په بدخشان کې د واخان سړک چې افغانستان له چین سره نښلوي ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه سړک د پرانیستلو لپاره د یکشنبې په ورځ په بدخشان کې یو لړ مراسم نیول شوي و.

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبدالطیف منصور ویلي چې له بروغیل پولې نیولې له چین سره تر صفري نقطې پورې د ۱۲۱ کیلومترو په اوږدوالي دا سړک د ۳۶۵ میلیونو افغانیو په لګښت جوړ شوی.

په دغه سړک باندې له ۲۰۲۴ کاله کار پیل شوی و.

د راپورونو له مخې د واخان د سیمې خلکو به مخکې څو ورځې تر بروغیل پولې سفر کاوه څو مهم خوراکي او نور اړین مواد واخلي.

د واخان سړک د طالبانو د حکومت او چین له لویو ګډو پروژو ګڼل کېږي.

د طالبانو په بیا واکمنېدو د عینک د مسو د کان ځنډیدلی قرارداد له سره ونیول شو او د سرو زرو او ځینو نورو ګازي پروژو په استخراج کې هم له چین سره تړونونه وشول.