د ایران د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د طالبانو له خوا د شیعه ګانو د ځینو دیني او فرهنکي مراکزو د تړل کېدو په غبرګون ویلي چې دا راپورونه په جديت څېړي او له طالب چارواکو سره خبرې کوي.
د دغه وزارت ویاند اسماعیل بقايي د یکشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دا موضوع ایران ته «ډېره مهمه» ده.
هغه وویل چې د ایران حکومت واردمخه په کابل کې له اړوندو چارواکو سره خبرې کړي او په دې اړه به حتما له هغوی سره بحثونه په جدي توګه مخته وړل کېږي.
د راپورونو له مخې د طالبانو حکومت شاوخوا لس ورځې مخکې د تبیان په نوم یو مرکز چې د ایران د رژیم له ملاتړ برخمن بلل کېږي تړلی او ځینې کارکوونکي یې هم د لنډې مودې لپاره توقیف کړي وو.
تر دې مخکې هم د طالبانو حکومت د خاتم النبیین مرکز او مدرسه محاصره او تخلیه کړې وه او هم یې د تمدن ټلویزیون فعالیتونه درولي.