پوتین پر اوکراین د هوايي بریدونو د سختیدو ژمنه کړې خو زیلینسکي ویلي چې بریدونو ته به یې ځواب ورکړي

په داسې حال چې روسیې پر کییف د خپلو بریدونو د لا سختیدو خبره کړې او بهرنیو ډیپلوماتانو او نورو بهرنیو وګړو ته یې خبرداری ورکړی چې له اوکراین څخه ووځي که نه نو له "مرګوني خطر" سره به مخامخ شي، د اوکراین ولسمشر ویلي چې هېواد به یې د روسیې د مرګونو هوايي بریدونو ځواب ورکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر په درېیمه وویل: " یو ځل بیا د ډیپلوماتیکو ماموریتونو د کارکوونکو په ګډون بهرنیو وګړو ته خبرداری ورکوي چې په اوکراین کې له پاتې کېدو او یا دغه هېواد ته له سفر کولو ډډه وکړي."

وزارت زیاته کړه چې د دې خبرداري د نه منلو له امله د رامنځته کېدونکو ناوړه پایلو مسؤلیت به د هغو کسانو پر غاړه وي چې دا خبرداری له پامه غورځوي. د وزارت په وینا، "ټولو کسانو دغو خبرداریو ته پام نه دی کړی او په لوی لاس خپل ژوند له مرګوني خطر سره مخامخ کوي."

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ویلي، د هېواد استخباراتي ادارو داسې اسناد ترلاسه کړي چې ښيي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پوځي بریدونو "نوې تګلاره" تصویب کړې ده. د ده په وینا، د دې تګلارې له مخې د ژمي له رارسېدو مخکې پر ملکي اهدافو د پراخو بریدونو اجازه ورکړل شوې ده.

زیلینسکي له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل:"موږ اسناد لیدلي او پوهېږو چې هغوی ته اجازه ورکول شوې چې پر بنسټیزو تاسیساتو، لوژستیکي مرکزونو او په ځانګړي ډول په ښارونو او کلیو کې پر بېلابېلو ځایونو، سړکونو، ښوونځیو او روغتونونو بریدونه وکړي."

د هغه په وینا، د دې بریدونو هدف دادی چې پر خلکو فشار راوستل شي څو پلازمېنه او نور ښارونه پرېږدي.

زیلینسکي وویل چې اوکرایني ځواکونه به ملکي تاسیسات په نښه نکړي، خو د روسیې د انرژۍ تاسیسات به په نښه کړي.

هغه وویل: "موږ باید په هره ممکنه لاره ځواب ورکړو. کله چې هغوی زموږ پر انرژۍ برید کوي، موږ هم باید د هغوی د انرژۍ پر سرچینو برید وکړو؛ په ځانګړي ډول د تېلو پر تصفیه‌ خونو او هغو تاسیساتو چې روسیې ته د دې جګړې لپاره پیسې برابروي."

خو زیلینسکي ټینګار وکړ چې اوکراین به د روسیې په څېر پر ملکي اهدافو برید ونه کړي.

مسکو هوايي بریدونه سخت کړي

د ژمي په رانږدې کېدو سره روسیې د اوکراین په پلازمېنه کییف او نورو ښارونو کې پر بنسټیزو تاسیساتو بریدونه زیات کړي دي. د اکتوبر په درېیمه روسي ځواکونو د دنیپرو سیند پر یوه پُل هم برید وکړ.

د روسیې په وروستیو بریدونو کې په کییف کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او هم یې پراخ مالي زیانونه اړولي دي.

په دې اړه نور:

زلنسکي: روسیه د نویو سرتېرو جلب او د شمالي کوریا ۱۰ زره نورو سرتېرو ته تیاری نیسي

پوتین ویلي چې اوکراین پر روسیې د خپلو بریدونو بیه پرې کوي او روسي ځواکونه به پر کییف د فشار لپاره خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

اوکراین هم په روسیه کې دننه خپل بریدونه زیات کړي او د تېلو تصفیه ‌خونې او اړوند تاسیسات په نښه کوي. کییف وايي، له دغو تاسیساتو څخه د اوکراین پر ضد د روسیې د جګړې د تمویل او دوام لپاره کار اخیستل کېږي. دغه جګړه چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له پراخ یرغل سره پیل شوې، په دې وروستیو کې لا شدیده شوې ده.

Your browser doesn’t support HTML5

پر مسکو د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکوپراخ بریدونه

ډېرو هېوادونو خپلو وګړو ته اوکراین ته د سفر نه کولو خبرداری ورکړی، خو لا هم په دغه جګړه ځپلي هېواد کې خپل ډیپلوماتیک ماموریتونه لري.