روزمیري ډیکارلو له امیرخان متقي سره اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسیدو په اړه خبرې کړي

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډیکارلو په افغانستان کې د بشري مرستو او له ایران او پاکستانه د راستنو شویو کډوالو په اړه د طالبانو د حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره خبرې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه پر خپلې ایکس پاڼې د دغه ناستې خبر ورکړی دی.

وړاندې راغلي چې امیرخان متقي د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکیانو د مرګژوبلې په تړاو خپلې اندېښنې له اغلې ډیکارلو سره شریکې کړې دي.

په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمې هم حضور درلود.

که څه هم له دې مخکې په افغانستان کې د ملګروملتونو استازو او د طالبانو حکومت اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو او د کډوالو ستونزو ته د رسیدو په برخه کې غونډې او خبرې کړي دي، خو لاهم په میلیونو افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او په دې نه پوهیږي چې خپله درې وخته ډوډۍ له کومه کړي.

له ایران او پاکستانه راستانه شوي کډوال تورخم دروازې ته نژدې د عمري په نوم کمپ کې د ژوند لومړنیو امکاناتو ته لاسرسی نه لري او ډير شمیر نور يې د کورونو په موندلو کې له ستونزو سره مخ دي.