په کابل کې د روسیې سفارت پر کونړ او هلمند ولایتونو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي او د ملکیانو پر مرګژوبلې يې ژور خپګان ښودلې ده.
دې سفارت د شنبې په ورځ د (میزان/تلې۱۱مه) پر خپلې ایکس پاڼې د دواړو لورو ترمنځ د جګړې د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
پاکستان درې ورځې وړاندې د (میزان په ۹مه) پر هلمند او کونړ ولایتونو هوايي بریدونه وکړل چې د یوناما په خبره لږترلږ لس ملکیان په کې ووژل شول او نهه نور په کې ټپیان شول.
یوناما ویلي چې په وژل شویو کې ډیر شمیر يې ماشومان دي.
پاکستان بیا ادعا کړې وه چې د وسله والو مرکزونه يې په نښه کړي وو او ۲۲ وسله وال يې وژلي دي.
د پاکستان دغو وروستیو بریدونو پراخ غبرګونونه پارولي وو.