د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد بهیر بېرته عادي کچې ته نږدې شوی

په هرموز تنګي کې روانې بیړۍ ( ارشیف)

د ایران – اسراییل او امریکا تر منځ د جګړې له امله د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد زیانمن شوی بهیر ورو ورو بېرته عادي حالت ته ستنېږي. دغه حالت ځینې پوښتنه هم راپورته کړې دي، د ساري په توګه په هرمز تنګي کې ایران په تدریجي ډول خپل نفوذ له لاسه ورکوي؟

د خلیج له هېوادونو څخه د اومو تېلو صادرات د جګړې له پیل څخه مخکې کچې ته نږدې شوي دي، خو وروستي معلومات ښيي، چې د تېلو ډېره برخه اوس له هغو لارو نړیوالو بازارونو ته رسېږي، چې له جګړې مخکې ورڅخه کار نه اخیستل کېده.

د محصولاتو د بازارونو د شننې شرکت «کپلر» د معلوماتو له مخې، د سېپټمبر له لومړۍ تر ۲۸مې نېټې پورې هره ورځ لږ تر لږه ۱۶.۵ میلیونه بېرله اومه تېل له سیمې بهر صادر شوي دي. د ایران له صادراتو پرته، دا کچه د جګړې له پیل مخکې صادراتو له منځنۍ کچې سره برابره ده.

خو که څه هم د اومو تېلو صادرات زیات شوي دي، د تېلو د تصفیې په برخه کې هغه خنډ لا هم پر ځای دی چې په نړۍ کې یې د ډیزلو بیې لوړې کړې دي. د اروپايي ټولنې له لوري د هغو شمېرو له مخې، چې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه یې خپرې کړې، د ډیزلو پرچون بیه ریکارډ کچې ته رسېدلې ده. په متحدو ایالتونو کې هم د تېلو بیې لوړې شوې، سره له دې چې د تېلو صادرات بېرته زیات شوي دي.

په همدغه حال کې، د تېلو د لېږد مسیر په پام وړ ډول بدل شوی دی. تر جګړې مخکې د سیمې شاوخوا ۸۳ سلنه اومه تېل له هرمز تنګي څخه تېرېدل، خو د سېپټمبر په میاشت کې ۴۰ سلنه تېل له دې اوبلارې څخه نه‌دي لېږدول شوي او د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له لارې د نل‌لیکو او نورو مسیرونو په وسیله لېږدول شوي دي.

شاوخوا ۶۰ سلنه، یا هره ورځ ۹.۹ میلیون بېرله اومه تېل، بیا هم له هرمز تنګي تېر شوي دي. «کپلر» ویلي چې په اګست میاشت کې، چې د دغه شرکت تر ټولو وروستي موجود معلومات دي، له ۷۰ سلنې څخه ډېر هغه اومه تېل، چې له هرمز تنګي تېر شوي، د عمان په خلیج کې له یوې بېړۍ څخه بلې ته انتقال شوي دي. دا چاره ښيي چې د تېلو اوسنی سوداګریز لېږد له عادي حالت څخه څومره بدل شوی دی.

د راپور له مخې، د تېلو د صادراتو بېرته زیاتېدا ښيي، چې د ایران هغه وړتیا خورا کمه شوې ده، چې د هرمز تنګي له لارې یې د تېلو د لېږد بهیر ګډوډاوه. د جورج واشنګټن پوهنتون استاد محمد قایدي د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو ایرانۍ څانګې، رادیو فردا ته ویلي، چې له هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ اوسنۍ کچه د تهران لپاره لا هم ډېره ده او د ایران د چارواکو لپاره «د منلو نه ده.»

خو د تېلو د صادراتو دا شمېرې په دې معنی نه‌دي، چې له ایران څخه د هرمز تنګي بشپړ کنټرول له لاسه وتی دی. ایران هېڅ‌کله په رسمي ډول دغه تنګی نه‌دی کنټرول کړی، بلکې نفوذ یې د دې وړتیا پر بنسټ ولاړ دی، چې د تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ له خطر سره مخامخ کړي او نړیوالې باروړونکې کمپنۍ اړې کړي، چې خلیج ته د ننوتلو خطرونه او لګښتونه وارزوي.

دغه بېرته عادي حالت ته ستنېدل نه‌دي. دغه د پام وړ خطرونه دي او لوړ لګښتونه لري
اېلن آر. والد د انرژۍ د بازارونو شنونکې او لیکواله

د راپور له مخې، دا وړتیا هغه مهال کمزورې شوې، چې امریکايي ځواکونو د سوداګریزو بېړیو ساتنه پیل کړه او شرکتونو داسې لارې چارې رامنځ ته کړې، چې له هرمز تنګي سره د مخامخ کېدو خطر کم کړي. د انرژۍ د بازارونو شنونکې او لیکوالې اېلن آر. والد، رادیو فردا ته ویلي، چې په خلیج کې د بېړیو د برید کولو په برخه کې د ایران «وړتیا او یا اراده د کمېدو په حال کې ده» او له همدې امله ځینې بېړۍ د امریکايي پوځي ځواکونو تر ساتنې لاندې له سیمې څخه تېرېږي.

خو هغې ټینګار کړی، چې د تېلو د صادراتو بېرته زیاتېدل باید د عادي وضعیت د بېرته راتګ په معنی ونه ګڼل شي. د راپور له مخې، ځینې سمندري شرکتونه د پام وړ خطرونه مني او خپل تېل له هرمز تنګي څخه بهر لویو ټانکرونو ته رسوي. ځینې نور شرکتونه بیا له بیمې پرته یا په غیرعادي او سختو شرایطو کې فعالیت کوي.

والد ویلي: «دغه بېرته عادي حالت ته ستنېدل نه‌دي. دغه د پام وړ خطرونه دي او لوړ لګښتونه لري.» د راپور له مخې، همدغه دلیل دی، چې د تېلو د صادراتو د زیاتېدو تر څنګ، د تېلو نړیوالې بیې ډېرې نه راټیټېږي.