د امریکا د خزانې وزارت د حماس د پوځي څانګې یو غړی، په فرانسه کې مېشت دوه کسان او دوه بنسټونه د بندیزونو په لېست کې شامل کړي دي. امریکا او اروپايي ټولنه حماس یو ترهګریز سازمان بولي.
د امریکا د خزانې وزارت وايي، دغو کسانو او ادارو د څو کلونو په اوږدو کې یوه پېچلې مالي شبکه جوړه کړې وه او د خیریه ادارو په نوم یې له دوو میلیونو ډالرو ډېرې پیسې حماس ته لېږدولې دي.
وزارت وايي، دې شبکې کلونه خپل فعالیتونه پټ ساتلي او هڅه یې کړې چې د چارواکو له څار او پېژندنې ځان لیرې وساتي.
په نویو بندیزونو کې سلیم عبدالله سلیم الزق هم شامل دی چې د امریکا د خزانې وزارت په وینا، په غزه کې د حماس د پوځي څانګې د یوې ډلې مرستیال دی.
د امریکا د خزانې وزارت وايي، هغه یوه مالي شبکه اداره کوله چې د بېلابېلو صرافیو او د ډیجیټلي اسعارو له لارې یې د عزالدین قسام ترمشرۍ لاندې د حماس پوځي څانګې ته د پام وړ پیسې لېږدولې.