د منچسټر پر یهودانو د برید د پلانولو په تور دوه ایراني وګړي تورن شوي

د بریتانیا پولیس وايي، دوه ایراني وګړي د منچسټر ښار پر یهودي ټولنې د یوه "ترهګریز" برید د پلانولو په تور نیول شوي دي.

د فرانسپرېس خبري اژانس د راپور له مخې، ۳۶ کلن سلام احمدیان او ۳۴ کلن رحمان صالحي چې د لیورفول او سالفورډ اوسېدونکي دي، د وږي په ۲۹ په منچسټر کې نیول شوي وو.

سکای نیوز راپور ورکړی چې پر دغو کسانو په لګېدلو تورونو کې د لاسي بم د جوړولو لپاره د موادو او وسایلو د برابرولو هڅه هم شامله ده.

پولیسو همداراز ویلي چې په لیورپول او سالفورډ کې یې یو شمېر کورونه پلټلي دي.

پولیسو د دغه برید د پلان په اړه زیات جزئیات نه دي خپاره کړي خو ویلي یې دي چې هغه یې شنډ کړی او خلکو ته نور کوم ګواښ ندی متوجه. ټاکل شوې ده چې دواړه تورن کسان د شنبې په ورځ د وېسټ‌ مېنسټر محکمې ته حاضر شي.