په جرمني کې په سپټمبر میاشت کې د اګست په پرتله د لومړي ځل لپاره د پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی، خو د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، په ټوله کې د پناه غوښتنو د کمېدو لړۍ لا هم روانه ده.
د جرمني د کډوالو او پناه غوښتونکو فدرالي ادارې "BAMF" په سپټمبر کې د پناه غوښتنې ۵ زره او ۲۷۶ نوي غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې د جرمني خبري اژانس "ډي پي اې" ته ویلي، دا شمېر د تېر کال د سپټمبر په پرتله ۴۰ سلنه او د ۲۰۲۴ کال د همدې میاشتې په پرتله ۷۰ سلنه کم دی.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت وايي، د پناه غوښتونکو په شمېر کې دا د پام وړ کموالی ښيي چې په ملي او اروپايي کچه نیول شوي اقدامات اغېزمن دي.
بل خوا، په وروستیو میاشتو کې د هغو کسانو د بیاځلي پناه غوښتنو شمېر زیات شوی چې له پخوا راهیسې په جرمني کې اوسېږي. دا زیاتوالی د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې د عدالت محکمې له هغې پرېکړې سره تړاو لري چې د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې یې کړې وه.
محکمې ویلي وو، افغان ښځې چې هیواد یې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو تر واک لاندې دی، په ټوله کې د خوندیتوب مستحقې ګڼل کېدای شي.