اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند ولایتونو په تازه هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو پر مرګژوبلې اندېښنه ښودلې ده.
دې ټولنې د جمعې په ورځ د (تلې/ میزان ۱۰مه) په یوه بیان کې پر افغانستان له واکمنو طالبانو او پاکستاني لوري غوښتي چې روانه شخړه د خبرو اترو له لارې حل کړي.
پاکستان د پنجشنبې په ورځ پر کونړ او هلمند ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت، یوناما په دې بریدونو کې د لږترلږ ۱۰ ملکي وکړو وژل کېدل او د نهو نورو ټپي کېدل تأیید کړي دي.
یوناما همداراز ویلي چې د وژل شویو ډېری ماشومان دي.
پاکستان بیا ادعا کړې چې بریدونهیې د وسلهوالو پر پټنځایونو کړي او ۲۲ وسلهوالیې وژلي دي.
د اروپايي ټولنې په بیان کې وړاندې راغلي چې ټولې خواوې باید نړیوالو قوانینو په ځانګړې توګه نړیوال بشري قانون ته درناوی وکړي او د ملکي وګړو د مرګژوبلې مخه ونیسي.
له دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ دغه بریدونه غندلي و او د ملکي وګړو د وژل کېدو په تړاو یې د حساب ورکولو غوښتنه کړې وه.