د طالبانو د کندهار د والي دفتر د پاکستان د پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د دې ولایت والي ملا شیرین له بهرنیو وسلهوالو سره غونډه کړې وه.
د دې ولایت مقام د جعمې په ورځ د (تلې/ میزان ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د پاکستان حکومت په دې ډول ادعاوو سره غواړي چې په افغانستان کې پر ملکي وګړو بریدونو ته توجیه پیدا کړي.
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې ادعا کړې وه چې د کندهار لپاره د طالبانو والي ملا شیرین د تحریک طالبان پاکستان، بلوڅو وسلهوالو او القاعده ډلې له یو شمېرو وسلهوالو سره غونډه کړې وه.
د چودري په ټکو، دا غونډه د روان کال د اګسټ په ۲۶مه جوړه شوې وه.
د پاکستان د پوځ د ویاند دا ادعاوې په داسې حال کې دي چې د پنجشنبې په ورځ پاکستان د افغانستان پر هلمند او کونړ ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.
یوناما په دې بریدونو کې د ماشومانو په ګډون د لږترلږه ۱۰ کسانو وژل کېدل تأیید کړي دي.
بل پلو، د تېرې شنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې د وسلهوالو په یو برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي وو.
پاکستان ادعا کوي چې طالبانو د افغانستان دننه ترهګرو وسلهوالو ډلو ته خوندي پناهځایونه ورکړي، خو طالبانو په ځلونو د پاکستان دا ادعا رد کړې او ویلي دي چې هېچا ته اجازه نهورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي.