فرانسه کې د زده‌کوونکو لاریونونو د سلګونه ښوونیزو مرکزونو فعالیتونه ځنډولي

فرانسه کې د زده‌کوونکو لاریونونه

په فرانسه کې د زده‌کوونکو د لاریونونو له کبله د څه باندې ۵۶۰ ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو فعالیتونه ځنډېدلي دي.

د فرانسې خبري اژانس د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې د لېسو زده‌کوونکو تېره اوونۍ په پلازمېنه پاریس کې په ښوونځیو کې د درسي کتابونو، استادانو او کارکوونکو د نه‌شتون له کبله لاریونونه پیل کړل چې وروسته د فرانسې نورو ښارونو ته وغځېدل.

یو شمېر زده‌کوونکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې "درسي ساعتونه اوږده او د صنفونو شرایط نامناسب دي".

زده‌کوونکو پر پولیسو تور پورې کړی چې د لاریونونو پر مهال‌يې د دوی پر وړاندې له زوره کار اخیستی دی.

د فرانسې د پوهنې وزیر اډوارډ جیفري ویلي چې د دې لاریونونو مشري د "افراطي ډلو" په لاس کې ده.

پولیسو ویلي چې د لاریونونو له پیل راهیسې ۱۷۰ زده‌کوونکي او لږترلږه ۶۵ د لېسو کارکوونکي او مدیران ټپیان شوي دي.

یو شمېر ښوونځیو اعلان کړی چې خپل درسي بهیر په انلاین توګه پیلوي.

پولیسو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې په دغو لاریونونو کې يې څه باندې ۲،۰۰۰ کسان نیولي چې د ۹۰ سلنو عمرونه‌يې له ۱۸ ښکته دي.