فایق: افغان ملکي وګړي باید د پاکستان او طالبانو د شخړې بیه پرې نه‌کړي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق، وايي افغان ملکي وګړي باید د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) پر سر د شخړې بیه پرې نه‌کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر تأیید کړه چې پر کونړ او هلمند د پاکستان د پنجشنبې په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي چې ډېری یې ماشومان وو، وژل شوي دي.

ښاغلي فایق د پنجشنبې په ورځ د پاکستان دغه هوايي بریدونه وغندل او له کرښې پورې غاړه د بریدونو د سمدستي درولو، د ملکي وګړو د خوندیتوب او د نړیوالو قوانینو د بشپړ رعایت غوښتنه‌یې وکړه.

فایق هغه څه هم وغندل چې د طالبانو له‌خوا یې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د «ترهګرو ډلو» ملاتړ وباله او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول تګلارې افغانستان او سیمه له خطر سره مخامخوي، خو طالبانو تل دا ډول تورونه رد کړي دي.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت ویلي و چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې په هلمند او کونړ کې نهه کسان وژل شوي دي، خو اسلام‌اباد ویلي چې په دغو بریدونو کې چې د پاکستاني چارواکو په وینا د «ترهګرو» پټنځایونه په نښه شوي، ۲۲ تنه وژل شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې له درېیو میاشتو نسبي ارامۍ وروسته د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ نښتې یو ځل بیا زیاتې شوې دي.