یوناما: له ایران او پاکستانه راستنېدونکو افغانانو ته د مرستو بهیر څارو

ارشیف، اسلام کلا کې له ایرانه د راستنو شویو افغان کډوالو ګڼه ګوڼه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرستې جورجیت ګانیون، په هرات کې د اسلام‌ کلا له پولې لیدنه کړې او له افغان راستنېدونکو سره د ملګرو ملتونو پر مرستو یې ټینګار کړی دی.

یوناما د پنجشنبې په ورځ «د تلې په نهمه» په خپله فېس‌بوک پاڼه د دې لیدنې وېډیو خپره کړې ده.

دغه سازمان وايي، د دې سفر هدف له ایران او پاکستانه راستنېدونکو افغانانو ته د مرستو د رسولو د بهیر ارزول و.

په اعلامیه کې ویل شوي چې ملګرو ملتونو سږ کال له ایران او پاکستانه د شاوخوا ۲.۷ میلیونه راستنېدونکو افغانانو د ملاتړ لپاره د ۵۲۹ میلیونه ډالرو په ارزښت یو پروګرام پیل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې تر دې مخکې ویلي و چې په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا شپږ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي او دغه بهیر یې بې‌‌ساری بللی و.