د اروپايي اتحادیې د کورنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ په لوګزامبورګ کې د دغې اتحایې له هېوادونو څخه د بېاسناده کډوالو د ایستلو او له نورو هېوادونو سره په دې هکله د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
د ډنمارک د کورنیو چارو وزیر وايي، د کډوالو د ستنولو د مرکزونو د جوړولو هڅې «په ښه توګه پر مخ روانې دي».
ډنمارک، اتریش، یونان، جرمني او هالنډ د دغو مرکزونو د جوړولو امکانات څېړي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر هم د مقدماتي خبرو اترو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې هیله لري لومړنی تړون د روان کال تر پایه نهايي شي.
د اروپايي اتحادیې د مهاجرت د چارو مسئول ویلي چې د کډوالو د بېرته ستنولو په برخه کې د دې ټولنې د همکارۍ تمرکز د پاکستان او بنګلهدېش په څېر هېوادونو باندې دی.
د دې طرحې منتقدانو له بشري حقونو څخه د سرغړونو د احتمال او په دغو مرکزونو کې د کډوالو د نامعلوم برخلیک په اړه اندېښنه څرګنده کړې.