راشد خان او ابراهیم ځدراڼ لا هم ټېسټ لوبو کې ګډون نه‌شي کولای

راشد خان او ابراهیم ځدراڼ

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د ملي لوبډلې ستوری راشد خان به د روغتیايي توصیو له کبله په ټېسټ لوبو کې ونه‌لوبېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ «د تلې په نهمه» اعلان وکړ چې "راشد خان او ابراهیم ځدراڼ به د روغتیايي ارزونو پر بنسټ له ټېسټ لوبو څخه په استراحت کې وي".

ټاکل شوې افغانستان د اکټوبر له ۹مې تر ۱۳مې په ابوظبي کې له بنګله‌دېش سره یوه ټېسټ لوبه ترسره کړي.

افغانستان به له دې وروسته د بنګله‌دېش او زېمبابوې په ګډون په درې‌اړخیزو یو ورځنیو سیالیو کې ولوبېږي او بیا به له زېمبابوې سره درې شل‌اوریزې او دوه ټېسټ لوبې ترسره کړي.

رحمت شاه به د افغانستان د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډل‌مشري پر غاړه ولري.

د افغانستان او زېمبابوې ټولې پنځه لوبې به د شارجه په لوبغالي کې ترسره شي.