یوناما د پنجشنبې ورځ په هوايي برید کې د لږ تر لږه لسو ملکیانو وژنه تایید کړې

یو کور چې په بریدونو کې نړېدلی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه په یوه اعلامیه کې تایید کړه چې په کونړ او هلمند ولایتونو باندې په هوايي بریدونو سره لږ تر لږه ۱۰ ملکیان چې اکثر یې ماشومان وو وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان دي.

یوناما په دې اعلامیه کې ویلي چې ملکیان لا هم د سرحدي نښتو په نتیجه کې اغېزمنیږي.

ملګرو ملتونو د کړکېچ په کمېدو، د ملکیانو د لا زیاتې مرګژوبلې د مخنیوي، خبرو او نړیوالو حقوقو ته په درناوي ټینګار کړی دی.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې چې پاکستاني الوتکو د کونړ شلتن ولسوالۍ چوګام او د هلمند ګرمسیر ولسوالۍ په صفار سیمو کې بمبار کړی چې لږ تر لږه ۹ ملکیان یې وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت بیا دغه بریدونه تأیید کړي او ادعا یې کړې چې "د دغه هېواد ځواکونو د «غضب للحق» عملیاتو په دوام، په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي او په دغو بریدونو کې ۲۲ وسله‌وال وژل شوي دي".