ولسمشر ټرمپ وايي له عراق څخه وتل داسې نه و لکه افغانستان چې د امریکا مهمات شاته پرېښودل شول او عسکر هم ووژل شول

ولسمشر ټرمپ سپینه ماڼۍ کې د خبرو پرمهال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له افغانستانه د راوتلو برخلاف امریکایي ځواکونه په منظمه توګه له عراق څخه ووتل.

سپینې ماڼۍ تېره شپه د ولسمشر ټرمپ بیان خپور کړی دی.

ولسمشر ټرمپ یاده کړې چې له عراق څخه راوتل داسې نه و لکه افغانستان چې ګڼ پوځي تجهیزات او وسایل شاته پرېښودل شول او ۱۳ امریکایي سرتیري هم ووژل شول.

امریکا په افغانستان کې خپل شل کلن پوځي حضور د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پای ته ورساوه خو ولسمشر ټرمپ له هغه ځایه د راوتلو په بڼې او رامنځته شویو ګډوډیو باندې له اول سره نیوکې کړي دي.

هغه بیا په خپل تازه بیان کې له عراقه د امریکایي ځواکونو وتل بریالي او منظم بللي چې ورسره د ده په خبره په سیمه کې د امریکایي ځواکونو د څه باندې دوو لسیزو حضور پای ته ورسېد.

امریکا په ۲۰۰۳ کال کې د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په دوره کې په عراق باندې پوځي عملیات پیل کړل.

دا عملیات د دوو نورو پخوانیو ولسمشرانو بارک اوباما او جوبایډن په دوره کې هم تمدید او باالاخره په ۲۰۲۶ کال کې د ولسمشر ټرمپ له خوا په رسمي توګه پای ته ورسېدل.