د پاکستان د سند ایالت عالي محکمې د جناح د طبي علومو پوهنتون ته امر کړی چې د پوهنتون ټولګیو او لیلیې ته د افغان محصلینو بېرته ستنېدلو لپاره زمینه برابره کړي.
پاکستاني رسنیو د چهارشنبې په ورځ «د میزان په ۸مه» د افغان محصلینو د مدافع وکیل په حواله راپور ورکړ چې دا حکم د ۳۲ افغان محصلینو په اړه شوی دی.
دغو محصلینو د پاکستان د طبي شورا د پرېکړې پر وړاندې محکمې ته مراجعه کړې وه.
د پاکستان طبي شورا د «وږې په ۱۶مه» اعلان کړی و چې په دولتي او خصوصي طبي پوهنتونونو کې د افغان محصلینو نوملیکنه لغوه کوي او پرېکړهیې کړې چې هغوی سمدستي له پاکستانه وایستل شي.
شورا ویلي و چې دا پرېکړه د پاکستان د ملي پالېسۍ له مخې شوې چې پر حساسو مسلکي برخو، په ځانګړي ډول طبابت کې د افغانانو زدهکړې منع کوي.
تر دې مخکې په پاکستان کې شاوخوا ۸۰۰ افغان محصلین په طبي علومو کې په زدهکړو بوخت و.