تاجکستان افغانستان ته د صادرېدونکې برېښنا اندازه زیاتوي

ارشیف، په تاجکستان کې د برېښنا یو سټېشن

د افغانستان «برښنا» شرکت وایي، تاجکستان موافقه کړې چې افغانستان ته د صادرېدونکې برېښنا اندازه زیاته کړي، خو د دې زیاتوالي دقیقه اندازه نه‌ده اعلان شوې.

برښنا شرکت د چهارشنبې په ورځ «د میزان په ۸مه» پر اېکس ټولنیزې شبکې ویلي چې د دې شرکت پلاوي د تاجکستان د برېښنا شرکت له رئیس سره په لیدنه کې پر دې موضوع خبرې کړې دي.

د برښنا په وینا، د تاجکستان پلاوي په دې لیدنه کې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد لین د جوړولو پلان هم مطرح کړی دی.

افغانستان د خپلې اړتیا وړ برېښنا یوه لویه برخه له ګاونډیو هېوادونو واردوي او وخت ناوخت د صادروونکو هېوادونو د برېښنا په شبکو کې تخنیکي ستونزې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د برېښنا د پرې کېدو لامل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د سنبلې په لومړیو کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا په دغه هېواد کې له یوې تخنیکي ستونزې سره مخ شوه چې له امله‌یې د افغانستان په څو ولایتونو کې برېښنا پرې شوه او د دغو ولایتونو اوسېدونکي د برېښنا له اوږد پرېکون سره مخ شول.