مسکو ناټو ته د اټمي وسلې د کارولو خبرداری ورکړ

ارشیف

مسکو ناټو ته خبرداری ورکړی که د روسیې له نورو برخو سره د دغه هېواد د کالینینګراد سیمې د اړیکې د پرې کولو هڅه وکړي، نو مسکو چمتو دی چې اټمي وسله وکاروي.

کالینینګراد د بالتیک سمندر پر غاړه د روسیې یوه سیمه ده چې د دغه هېواد له اصلي خاورې شاوخوا ۶۵۰ کیلومتره واټن او د ناټو د دوو غړو، پولنډ او لیتوانیا، ترمنځ موقعیت لري.

روېټرز د چهارشنبې په ورځ «د میزان په ۸مه» راپور ورکړ چې دغه خبرداری ناټو ته په یوه غیر رسمي ډیپلوماتیک سند کې استول شوی دی.

په سند کې مسکو ویلي چې د کالینینګراد د «منزوي کولو» هر ډول هڅه ښايي د مستقیمې جګړې او حتی د ناټو د غړو هېوادونو د تصمیم‌ګیرۍ په مراکزو د برید لامل شي.

ناټو د دغه سند ترلاسه کول تأیید کړي او ویلي یې دي چې د دې ائتلاف فعالیتونه او پوځي تمرینونه د روسیې لپاره ګواښ نه‌دي.

دا خبرداری په داسې وخت کې ورکړل شوی چې د روسیې او اروپايي هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا په دې وروستیو کې زیاته شوې ده.