په اسلام کلا کې اورلګېدنه؛ د تېلو یو شمېر ټانکرونه سوځېدلي

ارشیف

د هرات ولایت د اسلام‌قلعه په سرحدي سیمه کې نن ماښام شاوخوا اووه بجې اورلګېدنه شوې ده.

په اسلام کلا کې د طالبانو حکومت د کمیسارۍ یو مسئول، عبدالغني ازادي راډیو ته وویل چې دغه اورلګېدنه د شپې تر ۱۰:۳۰ بجو پورې روانه وه او اوس مهار شوې ده.

د هغه په وینا، په دې پېښه کې د تېلو یو شمېر ټانکرونه سوځېدلي او ډېر مالي زیانونه اوښتي دي، خو تر اوسه د ځاني تلفاتو په اړه کوم راپور نه‌دی ورکړل شوی.

دغه طالب چارواکي زیاته کړه چې د اور د مهارولو لپاره ایران هم د اور وژنې موټرې او امبولانسونه د پېښې ځای ته استولي وو.

د اور لګېدنې لامل تر اوسه نه‌دی معلوم.