په عراق کې د امریکا پوځي ماموریت پای ته ورسېد؛ امریکايي ځواکونه د اربیل له هوايي اډې ووتل

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ سینټکام د چهارشنبې په ورځ، د تلې په ۸ اعلان وکړ چې د عراق په شمال کې د اربیل له هوايي اډې څخه د امریکايي ځواکونو او پوځي تجهیزاتو د ایستلو بهیر بشپړ شوی دی.

دې قوماندانۍ ویلي، په دې سره په عراق کې د داعش پر ضد د "نه ماتېدونکي هوډ" په نوم د امریکا پوځي ماموریت پای ته رسېدلی او اوس د واشنګټن او بغداد اړیکې د دوه اړخیزو دفاعي همکاریو پړاو ته داخلېږي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په وینا، د کردستان د پیشمرګه ځواکونو په ګډون عراقي امنیتي ځواکونه اوس دا وړتیا لري چې په خپلواکه توګه د دغه هېواد امنیتي ګواښونه مدیریت کړي.

خو د "نه ماتېدونکي هوډ" ګډ عملیاتي ځواک خپل فعالیت ته دوام ورکوي او مرکز یې اردن ته لېږدول شوی دی. امریکايي ځواکونه به په سوریه کې له ائتلافي او د سوریې له ځواکونو سره یوځای د داعش پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.

د اربیل هوايي اډه په عراق کې د داعش پر ضد د امریکايي او ائتلافي ځواکونو د عملیاتو له مهمو مرکزونو څخه وه او د شاوخوا ۱۵۰۰ امریکايي او ائتلافي سرتېرو یوه لویه برخه پکې مېشته وه.