د طالبانو د دفاع وزارت وايي، په نورستان ولایت کې د وسله والو پر ضد د دوی عملیات د چهارشنبې په ورځ، د تلې په ۸ پای ته ورسېدل.
دغه وزارت پر اېکس شبکې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې دا وسله وال د پاکستان د پوځي رژیم په مرسته د ډیورنډ له "فرضي کرښې" اوښتي وو او د هغوی پر ضد عملیات نن د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې پای ته ورسېدل.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د یکشنبې په ورځ د طالبانو دا ادعا رد کړې وه. خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر ورغوښتی و او په نورستان کې د شنبې ورځې د پېښې په تړاو یې ورته احتجاج لیک سپارلی و.
د طالبانو د دفاع وزارت دا ادعا هم کړې چې په دغو عملیاتو کې ۴۱ یاغیان او د اسلامي دولت ډلې یا داعش غړي وژل شوي او ۶۲ نور نیول شوي دي.
بلخوا، "د افغانستان د ازادۍ جبهې" ادعا کړې چې د دوی وسله والو په نورستان کې د طالبانو له ځواکونو سره نښتي کړې هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د دواړو خواوو ادعاوې تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.
د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې د تېر میلادي کال له وروستیو راهیسې ترینګلې شوې دي.