د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د تلي په ۷ د ایران "ساها" هوايي شرکت او دوه روسي شرکتونه "یاکوفلف" او "اېم جي فلوټ" تحریم کړل.
دغه وزارت وايي، دا شرکتونه د ایران لپاره د پوځي تجهیزاتو په برابرولو او د وسلو په لېږد کې لاس لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، روسي "یاکوفلف" شرکت یاک-۱۳۰ ډوله روزنیزې او جنګي الوتکې تولیدوي او د ایران لپاره یې د غوښتل شویو ۲۴ الوتکو نږدې ټولې سپارلې دي.
دغه راز، "اېم جي فلوټ" شرکت له ایران څخه روسیې ته د بالستیک توغندیو او د هوايي مدافعې له سیسټمونو سره د اړوندو تجهیزاتو په لېږد کې په لاس لرلو تورن شوی دی. د ایران "ساها" هوايي شرکت هم د وسلو او پوځي تجهیزاتو د لېږد له کبله د بندیزونو په نوملړ کې شامل شوی دی.
په ورته وخت کې د امریکا د خزانې وزارت په څو هېوادونو کې لس نور کسان او بنسټونه هم د ایران دفاع وزارت ته د وسلو او پوځي پرزو د برابرولو په تور تحریم کړي دي.
واشنګټن وايي، دا بندیزونه د ټرمپ ادارې د هغه کمپاین برخه ده چې هدف یې پر ایران د اقتصادي فشار زیاتول او له نړیوال مالي او سوداګریز نظام سره د تهران د اړیکو محدودول دي.