د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره په پام کې لري چې په قطر کې د شاوخوا زرو افغانانو د اوسېدو د کمپ موده نهه میاشتې نوره هم وغځوي.
لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې تمه ده چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په دې اړه یو سند منظور کړي. ټاکل شوې چې د "السیلیه" کمپ د چهارشنبې په ورځ وتړل شي.
په دغه کمپ کې ۱۰۳۹ افغانان اوسي چې ډېرو یې د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال له امریکايي ځواکونو سره کار کړی او یا د هغوی د کورنیو غړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په راتلونکو نهو میاشتو کې به هڅه وکړي چې د دغو افغانانو د رضاکارانه بیا مېشتېدو لپاره مناسبې لارې ومومي.
د "افغانایواک" د معلوماتو له مخې، د دې کمپ له ۷۰ سلنه زیات اوسېدونکي یې ښځې او ماشومان دي.