د اوکراین چارواکي وايي، پر کییف او شاوخوا سیمو د روسیې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په بریدونو کې لږ تر لږه درې کسان چې یو ماشوم هم پکې دی، وژل شوي دي.
د کییف والي تیمور تکاچینکو د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر پر ۳۰مه وویل، د کییف په سیمه کې د روسیې تر یوه بل توغندیز او ډرون برید وروسته د یوه ماشوم مړی له کنډوالو را وایستل شو.
د هغه په وینا، په بریدونو کې شخصي کورونو، ګودامونو، موټرو او زیربناوو ته زیان رسېدلی او په ځینو ځایونو کې اورونه هم لګېدلي دي.
تکاچینکو خبرداری ورکړی چې پر کییف سیمه بریدونه لا هم روان دي او له خلکو یې غوښتي چې د هوايي برید خبرداری جدي ونیسي او په خوندي ځایونو کې پاتې شي.
د اوکراین هوايي ځواک ویلي، روسیې د شپې له خوا پر اوکراین څو بالستیک توغندي او ۱۸۸ بېپیلوټه الوتکې کارولې، چې د بریدونو اصلي هدف یې د کییف سیمه وه.