طالبانو د نورستان پېښې په تړاو کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

ارشیف، د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي (ښی) او په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني لیدنه

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ او په نورستان کې د وروستۍ پېښې په تړاو یې ورته خپل اعتراض‌لیک وړاندې کړ.

په هغې خبرپاڼه کې چې د دې وزارت په اېکس‌پاڼه خپره شوې ویل شوي چې د ډیورند پر کرښه د نورستان کامدېش ولسوالۍ ته را اوښتونکو عناصرو کوښښ وکړ چې په سیمه کې تخریبي فعالیتونه ترسره کړي، خو د دوی ځواکونو یې مخه ونیوله.

د طالبانو دفاع وزارت په سیمه کې په وروستیو نښتو کې د ۲۸ کسانو د وژل کېدو او ۳۲ نورو د نیول کېدو خبر ورکړی و.

د طالبانو مخالفې، د «افغانستان د ازادۍ جبهې» په نوم ډلې ادعا کړې وه چې وسله‌والو یې په نورستان کې د طالبانو له ځواکونو سره نښتې کړي او هغوی ته‌یې مرګ‌ژوبله اړولې ده، خو د دواړو لورو ادعاوې په خپلواکه توګه نه‌دي تأیید شوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د حکومت دغه اقدامات د افغانستان له حاکمیت او حریم څخه ښکاره سرغړونه او له اسلامي، نړیوالو، بشري او د ګاونډیتوب له اصولو سره په ټکر کې بللي او خبرداری یې ورکړی چې د ورته کړنو د دوام او د ناوړه عواقبو مسؤلیت به‌یې د پاکستان د پوځي رژیم په غاړه وي.