د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وایي، پاکستان له افغانستان سره د سولې لپاره هڅې وکړې، خو د ده په خبره ستونزه دا ده چې مقابل لوری سولې ته د رسېدو لپاره اراده نهلري.
نوموړي دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ په اسلاماباد کې د افغانستان په اړه په یوه کنفرانس کې وکړې.
تارړ وویل، د افغانستان له مؤقت حکومت سره د خبرو لپاره له اسلاماباده لوړپوړي پلاوي کابل ته لاړل او دغهراز په یو شمېر نورو دوستو هېوادونو کې هم خبرې ترسره شوې، خو نتیجههیې ورنهکړه.
هغه تور پورې کړ چې اصلي ستونزه دا ده چې د افغانستان مؤقت حکومت باید له خپل اوسني "پوځي او جنګي ذهنیت" څخه لاس واخلي او د "دولتدارۍ او سیاستوالۍ ذهنیت" خپل کړي.
هغه زیاته کړه چې دا مهال ټولې موجودې ستونزې د همدې "جنګي ذهنیت" له امله رامنځته شوې دي.
هغه بیا ادعا وکړه چې په پاکستان کې وروستي بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیم شوي و چې دوی هم ورته ځواب ووایه.
د طالبانو حکومت سمدستي د تارړ د وروستیو څرګندونو په وړاندې غبرګون نهدی ښودلی، خو له دې مخکې یې د پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونې رد کړي او بېاساسه بللي دي.