د مدیریت لپاره د امریکا اکاډمۍ د ۲۰۲۶ کال د غوره مقالې جایزه هغې مقالې ته ورکړې چې دوه افغان ښځینه فعالانې یې له لیکوالانو څخه دي.
دغه مقاله چې حسینې جلال، فروزان دانش او ډیویډ ناوراث په ګډه لیکلې ، عنوان یې دی ،«کله چې ټولې هیلې له منځه تللې ښکاري: د زدهکړو د لارو د نشتوالي په شرایطو کې د زدهکړې د انګېزې ساتل».
دا جایزه د سازماني او مدیریتي مطالعاتو په برخه کې له معتبرو ویاړونو څخه ګڼل کېږي.
حسینې جلال د دوشنبې په ورځ، د سپټمبر په ۲۸مه، په خپله فیسبوک پاڼه د دې خبر په خپرولو سره لیکلي چې دغه څېړنه څرګندوي چې افغان ښځې، په داسې شرایطو کې چې د نجونو او ښځو پر مخ د رسمي زدهکړو لارې تړل شوې دي، څنګه لا هم د زدهکړې انګېزه ساتي او د پوهې ترلاسه کولو، ودې او د یوې ښې راتلونکې د جوړولو لپاره هڅې کوي.
هغې هیله څرګنده کړې چې دغه نړیواله جایزه به د افغانستان د نجونو او ښځو غږ لا پیاوړی کړي او وښيي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل نه شي کولای د زدهکړې مینه، د زدهکړې وړتیا او راتلونکي ته هیلې له منځه یوسي.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته څه باندې پنځه کاله کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې لا هم تړلې دي. همدارنګه نجونې او ښځې پوهنتونونو او د روغتیايي زده کړو مرکزونو ته له ورتګ څخه منع شوي دي.