د افغانستان د جګړې کمیسیون مشرتابه د پاکستان د پوځ له مشر سره د سیمې او افغانستان پر تحولاتو بحث کړی

له عاصم منیر سره د امریکایي پلاوي لیدنه

د افغانستان د جګړې کمیسیون مشرتابه د پاکستان د پوځ له مشر سره د سیمې د امنیت او د افغانستان په تحولاتو باندې بحث کړی دی.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو دفتر آی اس پي آر په یوه اعلامیه کې ویلي چې د متحده ایالتونو د افغانستان د جګړې کمیسیون مشرانو شمیلا چودري او کالین جکسن د دوشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځي او دفاعي ځواکونو له مشر او لوی درستیز مارشال عاصم منیر سره لیدلي.

د بیان په اساس په دې لیدنه کې د پاکستان د ملاتړ، دسیمې د امنیتي وضعیت او په افغانستان کې د تحولاتو په شمول د ګډې پاملرنې وړ موضوعات وڅیړل شول.
د جګړې کمیسیون په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو د شل کلن پوځي حضور ارزونه ترسره کوي او تمه ده خپل وروستی راپور د ۲۰۲۷ کال په اګست کې وړاندې کړي.

پاکستاني رسنیو له هغې ډلې تربیون او ډان راپور ورکړی چې عاصم منیر د یاد کمیسیون له مشرتابه سره په لیدنه کې د جګړې په تړاو د پاکستان دریځ شریک کړ او د هغو سختیو یادوونه یې وکړه چې په افغانستان کې د امریکا د شل کلن حضور پر مهال پاکستان ورسره مخ و.

عاصم منیر سپارښتنه کړې چې د جګړې په ستراتیژيک، ډپلوماټیک او عملیاتي ارزونو کې د پاکستان له تجربیاتو کار واخیستل شي.

د افغانستان د جګړې کمیسیون لا تر دې دمه پاکستان ته د خپل مشرتابه د سفر په اړه څه نه دي ویلي خو د پاکستان د پوځ د بیان له مخې دغه امریکایي پلاوي :« د سیمې د سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان د رول ستاینه هم کړې ده»

د افغانستان د جګړې کمیسیون د امریکا د کانګرس لخوا په ۲۰۲۱ کال کې ددې لپاره جوړ شو چې د افغانستان د تیرې شل کلنې جګړې په مهال د مهمو ستراتيژیکو ، ډیپلوماتیکو او عملیاتي پریکړو ارزونه وکړي.
دا کمیسیون وایي چې له دې جګړې څخه اخیستل شوي درسونه راټولوي او راتلونکو امریکايي پالیسي جوړونکو ته به خپلې سپارښتنې وړاندې کړي.
د افغانستان د جګړې کمیسیون چې د کار موده یې تیره میاشت یو بل کال تمدیدشوه، ټاکل شوې د راتلونکي کال په اګست کې خپل وروستی راپور وړاندې کړي.

د دغه کمیسیون په دریم راپور کې چې د اګست په شلمه یې خپور کړی ټینګار شوی چې دوی به د افغانستان د جګړې پر مهال د سیسټماتیکو تېروتنو، د مهمو پرېکړو څرنګوالی ارزوي څو معلومه کړي چې کوم مسایل ښه مخته ولاړل او کومې برخې سمې نه وې.

په راپور کې راغلي چې دوی د خپلو ارزونو لپاره تر دې دمه څه باندې ۳۷۰ مرکې او د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو او نورو استخباراتي ادارو په تېره سي آی اې له خوا ور رسېدلي نږدې ۶۵زره اسناد کتلي او څېړلي.

د امریکا د جګړې د کمیسیون د دریم راپور تمرکز د تحقیقاتو په بڼې او نورو تخنیکي مساییلو دی.

خو دغه کمیسیون سږ کال د سپټمبر ۱۱مې پېښې په تړاو په خپل بیان کې ویلي چې د جګړې پر مهال افغانانو خورا دروند زیان وګاله.

دغه کمیسیون همدارنګه د امریکا د متحدینو،ملګرو او د عسکرو د کورنیو د سرښندنو یادوونه هم کړې او ویلي یې دي چې دا قربانۍ د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان د امریکا تر وتلو هم روانې وې.