دایران بهرنیو چارو وزیر نیویارک ته د خپل سفر په پای کې وویل چې ددوی په دریځ هیڅ ډول بدلون نه دی رامنځ ته شوی.
عباس عراقچي، صدا وسیما دولتي خبري اژانس ته وویل: «له څو ساعتونو راهیسې ځینې ادعاوې مطرح شوي دي چې په قاطعیت سره ویلی شم چې د ایران په دریځونو کې هیڅ ډول بدلون نه دی رامنځ ته شوی».
عراقچي ددغو ادعاوو د جزئیاتو په هکله څه ونه ویل خو ښکاري چې اشاره یې د اکسیوس وبسایټ هغه راپور ته وه چې په کې ویل شوي دي چې امریکا ایران ته وړاندیز کړی که چیرې له خپل اټومي پروګرام ترشا شي نو ورباندې لګیدل شوي بندیزونه به لیرې او کنګل شوې پانګې به یې ازادې شي.
دامریکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ د دوشبنې په شپه ( دتلې ۶مه ) دغه راپور جعلي وباله او ټینګار یې وکړ چې ایران ته یې هیڅ کوم وړاندیز نه دی کړی.
عباس عراقچی په خپلو خبرو کې زیاته کړه : «اوسمهال موضوع یوازې د هرمز تنګی دی او پرانیستل یې هم هغو شرطونو پورې تړاو لري چې مقابل اړخ ته مو اعلان کړي دي».
هغه وویل چې تهران د قطر له لارې د امریکا ځواب ته په تمه دی او چې کله ترلاسه شي نو د بل ګام په هکله به پریکړه وشي.
عراقچې هیله څرګنده کړه چې دامریکا نهايي ځواب تر نن سه شنبې ترلاسه کړي.