برتانیا د پناه غوښتونکو د بیا میشتیدو پروګرام له سره پیلوي.
تمه ده چې ددغه پروګرام ۲۵ سلنه غوښتونکي به افغانې نجونې او ښځې او فلسطینیان وي.
د برتانیې کورنیو چارو وزیرې شبانې محمود د دوشنبې په ورځ وویل دغه پروګرام زیانګالو کسانو لپاره برتانیې ته د ورتګ د خوندي لارو د برابرولو په موخه پلی کیږي او ټاکل شوې د پناه غوښتونکو لومړنۍ ډله یې سږکال دغه هیواد ته ننوځي.
یاد پروګرام د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو د سترې کمشنرۍ سره په ګډه ترسره کیږي.
خیریه موسسې او غیرانتفاعي سازمانونه هم د پناه غوښتونکو د ملاتړ لپاره په دغه پروګرام کې ونډه اخیستلای شي.
یاد پروګرام په داسې حال کې بیا پیلیږي چې د برتانیې حکومت هلې ځلې کوي چې د کډوالو د منلو پالیسۍ سختې کړي او دغه هیواد ته دغیرقانوني کډوالو د ورتګ مخه هم ونیسي.