د متحدو ایالاتو د "افغانستان د جګړې کومیسیون " یو پلاوي د پاکستان د پوځ مشر سره ولیدل.
د پاکستان د پوځ د دوشنبې ورځې ( د تلې ۶مه) اعلامیې وویل په راولپنډۍ کې دشمیلا چودري او کالین جکسن په مشری د دغه پلاوي اود فیلډ مارشال عاصم منیر ترمینځ په غونډه کې د پاکستان د ملاتړ، دسیمې د امنیتي وضعیت او په افغانستان کې د تحولاتو په شمول د ګډې پاملرنې وړ موضوعات وڅیړل شول.
اعلامیه زیاتوي چې خبرې په هغو موضوعاتو متمرکزې وې چې دکومیسیون له کاري بهیر سره تړاو لري.
د افغانستان د جګړې کومیسیون د کانګرس لخوا په ۲۰۲۱ کال کې ددې لپاره جوړ شو چې د افغانستان د تیرې شل کلنې جګړې په مهال د مهمو ستراتيژیکو ، دیپلوماتیکو او عملیاتي پریکړو ارزونه وکړي.
کومیسیون له جګړې څخه اخیستل شوي عبرتونه راټولوي او راتلونکو امریکايي پالیسي جوړونکو ته به خپلې توصیې وړاندې کړي.
د افغانستان د جګړې کومیسیون چې د کار موده یې تیره میاشت یو بل کال تمدیدشوه، ټاکل شوې د راتلونکي کال په اګست کې خپل نهايي راپور وړاندې کړي.