رسنۍ د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو د بیا راژوندي کولو لپاره د منځګړو هېوادونو د هلو ځلو څخه خبر ورکوي، څو د منځني ختیځ جګړه پای ته ورسول شي.
دغه راپورونه وروسته له هغې خپاره شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اټکل وکړ چې خبرې به روانه اوونۍ بېرته پیل شي.
د خبرو له بهیر څخه یوه باخبره چارواکي د دوشنبې په ورځ «د تلې په شپږمه» روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې تمه ده منځګړي د دوشنبې یا سې شنبې په ورځ له امریکا او ایران سره جلا جلا خبرې وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او قطري منځګړي به هم په امریکا کې حضور ولري.
د دغه چارواکي په وینا، د خبرو اصلي موضوع به د ایران د اووه ورځني وړاندیز اصلاح شوې نسخه وي چې تهران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې وړاندې کړې ده.
د ایران د اوربند په طرحه کې چې د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ملګرو ملتونو کې مطرح کړې، د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو، د ایران پر نفتو د بندیزونو د لغوه کولو او د امریکا لهخوا د سمندري محاصرې د پای ته رسولو غوښتنه شوې وه.
ملګرو ملتونو کې د عباس عراقچي شتون
په بدل کې ایران ژمنه کړې چې فارس خلیج کې هرمز تنګی به له اوو ورځو وروسته بېرته پرانیزي.
یاد تنګی په نړۍ کې د انرژۍ د انتقالاتو حیاتي سمندري لار ګڼل کېږي.
له بلې خوا، والسټریټ ژورنال امریکايي ورځپاڼې هم د یکشنبې په ورځ د منځني ختیځ د هغو سرچینو په حواله چې نومونهیې نهدي ښودل شوي، راپور ورکړ چې منځګړي هڅه کوي د ایران د اټمي پروګرام په اړه پر تهران د فشار له لارې د ایران او امریکا خبرې بېرته پیل کړي.
د والسټریټ ژورنال په وینا، د سولې منځګړي هڅه کوي چې ایران دې ته وهڅوي چې د خپل اټمي پروګرام په اړه امریکا ته یو څه ومني، څو د اوربند بهیر په دایمي سولې بدل شي او په سیمه کې د جګړې د بیا پراخېدو مخه ونیول شي.
خو د یادې ورځپاڼې سرچینو د دې لارې د بریالیتوب چانس ډېر لوړ نهدی بللی.
په راپور کې راغلي "ایران تر اوسه د خپل اټمي پروګرام په اړه خبرو لپاره د چمتوالي ډېرې نښې نهدي ښودلي".
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ، په داسې حال کې چې جګړه پراخه او اوږده شوې ویلي چې جګړې تهیې ځکه مخه کړې چې اټمي وسلې ته د ایران د لاسرسي مخه ونیسي.
ارشیف، د ایران اصفهان کې نطنز اټمي بټۍ
د «والسټریټ ژورنال» راپور وروسته له هغې خپور شو چې ډونالد ټرمپ د تلې پر څلورمه تأیید کړه چې د هرمز تنګي د سملاسي پرانیستلو لپارهیې د ایران وړاندیز رد کړی دی.
ټرمپ خبریالانو ته وویل: "ما د هغوی وړاندیز رد کړی دی. هغوی غواړي داسې یوې هوکړې ته ورسېږي چې له مخې یې تنګی سمدستي پرانیزي، ځکه هغوی په ډېرې چټکۍ سره له ماتې سره مخ دي."
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر هم د یکشنبې په ورځ د هرمز تنګي د پرانیستلو په اړه د ایران وړاندیز چې ډونالد ټرمپ ویلي و رد کړی یې دی، «د منفعت غوښتنې یوه هڅه» وبلله او ویېویل چې ایرانیان پوهېدل چې دغه وړاندیز د منلو وړ نهدی.
عراقچي لږ وروسته له «اېنبيسي» سره په مرکه کې هغه څه رد کړل چې د والتز لهخوا یې «زاړه او نهثابت شوي تورونه» وبلل.
هغه وویل: "موږ چمتو یو چې د هرمز تنګی پرانیزو، په دې شرط چې امریکا مشخص اقدامات ترسره کړي. دا غوښتنې نوې نهدي او له هېڅ ځایه ناڅاپه نهدي راپیدا شوي."
د والسټریټ ژورنال په لیکنه کې راغلي چې امریکا تر بل هر وخت اوس ډېره ډاډمنه شوې چې د ایران سمندري محاصرې د دغه هېواد پر اقتصاد سخت اغېز کړی دی.
د امریکا پوځ یوه پوځي هلیکوپټره چې هرمز تنګي کې یې د یوې بېړۍ امنیت نیولی دی
په همدې حال کې، امریکايي او د خلیج هېوادونو چارواکي وايي چې ایران پر هرمز تنګي خپل کنټرول له لاسه ورکوي.
د امریکا ولسمشر د یکشنبې په ورځ وویل چې د اوونۍ په پیل کې له دې سمندري لارې بېسارې اندازه تېل تېر شوي دي.
له بلې خوا، سپاه پاسداران ته نږدې رسنیو راپور ورکړی چې د هرمز تنګي د جنوبي مسیر له لارې پر تېرېدونکو بېړیو ډزې لا هم دوام لري.