د پاکستان حکومت: تحریک انصاف دې د پاکستان او افغانستان ترمنځ یو انتخاب کړي

د «پاکستان تحریک انصاف» ګوند پلویان

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ، په داسې حال کې چې د «پاکستان تحریک انصاف» ګوند پلویان د پخواني صدراعظم عمران خان د خوشې کېدو لپاره هلې ځلې کوي، د یاد ګوند مشران له افغانستان سره په خواخوږۍ تورن کړل او ورباندې یې غږ وکړ چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ دې یو انتخاب کړي.

عطاءالله تارړ د کورنیو چارو وزیر طلال چوهدري ترڅنګ په اسلام‌اباد کې د دوشنبې ورځې خبري غونډې ته څرګندونو کې چې وېډیو یې په خپله اېکس‌پاڼه خپره کړې وویل چې خیبر پختونخوا کې د تحریک انصاف په مشرۍ حکومت په ځای د دې چې جدي امنیتي ستونزو ته رسیدګي وکړي د خپل مشر د خلاصون لپاره هلې ځلې کوي.

د تحریک انصاف ګوند مشرانو د شنبې په ورځ خپل هغه لوی لاریون چې د یکشنبې ورځې لپاره‌یې اسلام‌اباد کې پلان کړی و، یوه اوونۍ وځنډاوه.

پاکستاني چارواکو د لاریون د مخنیوي لپاره لسګونه زره امنیتي ځواکونه پلازمېنه کې ځای پر ځای کړل او مهمې لارې یې په کانټینرونو تړلې وې.

۷۳ کلن عمران خان او مېرمن‌یې له ۲۰۲۳ کال راهیسې د مالي فساد، د حکومت ضد د خلکو پارولو او یو شمېر نورو قضیو په تور په زندان کې دی.

عمران خان دغه ټول تورونه ردوي او وايي چې دا قضیې سیاسي انګېزه لري.