د ایران دولتي رسنۍ: تهران له واشنګټن سره د نویو خبرو د پیلیدو پلان نه لري

د ایران دولتي رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې تهران دا مهال له متحده ایالاتو سره د نویو خبرو اترو پلان نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تمه لري له ایران سره خبرې اترې بیا پیل شي.

د ایران رسمي خبري اژانس "ایرنا" د یوې باخبرې سرچینې له قوله ویلي، هغه ایراني پلاوی چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی، له متحده ایالاتو سره د خبرو اترو کوم پلان نه لري.

بلخوا، ټرمپ د یکشنبې په ورځ اکسیوس ته وویل، تمه لري له ایران سره خبرې اترې ژر بیا پیل شي. هغه دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې په اوو ورځو کې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه یې د تهران وړاندیز رد کړ.