په نړۍ کې د تیلو بیې بیا لوړې شوې

د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا لوړې شوې او د برنټ اومه تېلو د هر بیرل بیه له ۱۰۷ ډالرو واوښته.

د تېلو بیې وروسته له هغې پورته شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران هغه وړاندیز رد کړ چې د اوو ورځو لپاره د جګړې د درولو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه و.

د تېلو بیې د جمعې په ورځ د ایران د وړاندیز له خپرېدو وروسته څه باندې دوه سلنه راټیټې شوې وې، خو د دوشنبې په ورځ بېرته لوړې شوې. د هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد یوه مهمه لار ده او د دې لارې بندېدو د تېلو پر نړیوالو بیو فشار زیات کړی دی.