پاکستان د لومړي ځل لپاره فضا ته د خپل ستور مزلي د لېږلو لپاره چمتووالی نیسي

د پاکستان د فضايي ادارې چارواکي وايي، دوه پاکستاني پیلوټان په چین کې روزنه ویني چې له هغوی څخه یو به د دغه هېواد د لومړي ستورمزلي په توګه د چین "تیانګونګ" فضايي تمځي ته واستول شي.

رویټرز خبري آژانس د پاکستان د فضايي ادارې، سوپارکو، د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ذیشان علي او خرم داوود له څو میاشتو راهیسې په پیکینګ کې د چین د فضانوردانو د څېړنې او روزنې په مرکز کې روزنه ویني.

دوی د چینایي ژبې د زده کړې ترڅنګ، د فضايي بېړۍ له سیسټمونو سره د کار، د بې‌ وزنۍ له شرایطو سره د عادت کولو او د توغولو پر مهال د شدید جاذبې د زغملو تمرینونه کوي.

چین تر اوسه نه دي ویلي چې له دغو دوو پیلوټانو څخه به کوم یو فضا ته ځي او ماموریت به کله ترسره کېږي، خو پاکستاني چارواکي وايي، تمه ده وروستۍ پرېکړه د اکټوبر په نیمایي یا وروستیو کې وشي.

ټاکل شوی پاکستاني فضانورد به شاوخوا یوه اوونۍ په تیانګونګ فضايي تمځي کې پاتې شي او هلته به د پاکستان د پوهنتونونو له خوا وړاندیز شوې یو شمېر علمي تجربې ترسره کړي.

دا به لومړی ځل وي چې چین خپل فضايي تمځي ته یو بهرنی ستورمزلی لېږدوي.

د پاکستان او چین فضايي همکاري په وروستیو کلونو کې پراخه شوې ده. ټاکل شوې د پاکستان له خوا جوړه شوې د سپوږمکۍ یوه وسیله یا "روور" هم د ۲۰۲۸ کال په شاوخوا کې د چین د "چانګ‌اې ۸" ماموریت په ترڅ کې سپوږمۍ ته ولېږدول شي.