ټرمپ: د هرمز له تنګي مو د تیلو لیږد بیسارې کچې ته رسولی دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د هرمز له تنګي څخه د تېلو لېږد بې‌ ساري کچې ته رسېدلی او ان له ایران سره د جګړې تر پیل مخکې وخت په پرتله هم زیات شوی دی.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، تېره شپه له هرمز تنګي څخه د تېلو د لېږد نوی ریکارډ جوړ شو. خو هغه ونه ویل چې په دقیق ډول څومره تېل له دې مهمې سمندري لارې تېر شوي دي.

تېره اوونۍ د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ، سنټکام ویلي وو چې د امریکا پوځ په وروستیو میاشتو کې له هرمز تنګي څخه له ایران پرته د خلیج د هېوادونو د شاوخوا یو میلیارډ بېرله تېلو په تېرېدو کې مرسته کړې ده.