عراقچي: تر اوسه یې د خپلې طرحې په اړه د امریکا رسمي ځواب ندی ترلاسه کړی

ایران د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له امریکا او اسرائیل سره یې روانه شخړه یوازې د ډیپلوماسۍ له لارې حل کېدای شي. دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د ایران وړاندیز رد کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر خواله رسنیو کې لیکلي: "زموږ شرایط روښانه دي او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره هر ډول اقدام د دغو شرایطو په پوره کېدو پورې تړلی دی." له دې مخکې عراقچي په نیویارک کې د ملګروملتونو په مقر کې خبریالانو ته ویلي و چې ایران د قطر لارې امریکا ته " یوه مشخصه اووه ورځنۍ طرحه " وړاندې کړې ده.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "هغوی غواړي ژر تر ژره د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره موافقه وکړي، ځکه وضعیت یې ډېر خراب دی."

خو عراقچي وویل، د ټرمپ له عامه څرګندونو سره سره، تراوسه منځګړو ورته په رسمي ډول نه دي ویلي چې امریکا دغه طرحه رد کړې ده.

د هغه په خبره د امریکا وروستي او قطعي رسمي دریځ ته منتظر دي او بیا به یې پراساس پرېکړه وکړي.