د اوکراین چارواکي وايي، د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد پر بېلابېلو ښارونو د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا، په شمالي سومي ښار کې د کورنیو د ملاتړ یوه مرکز ته نږدې هدایت شوي درې بمونه لګېدلي چې په نتیجه کې یې دوه کسان وژل شوي دي. په خارکیف ښار کې بیا یوې بې پیلوټه الوتکې پر یوه موټر برید کړی او چلوونکی یې وژلی دی.
د پلازمېنې کییف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، یوې بې پیلوټه الوتکې د استوګنې یوه لوړپوړې ودانۍ په نښه کړې وه چې له امله په ودانۍ اورلګیدلی او یو کس یې ټپي کړی دی. د کییف په څو نورو سیمو کې هم د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله زیانونه اوښتي، خو د نورو مرګ ژوبلو راپور نه دی ورکړل شوی. چارواکو همدارنګه ویلي چې روسیه اوس ډیرځلې د ورځې له خوا هم بریدونه ترسره کوي.