د سوداګرۍ او پانګونې خونه په کابل کې د سرطان یو تخصصي خیریه روغتون جوړوي

انځور له ارشیف څخه ـ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي د رئیس او په افغانستان کې د بلاروس د سفیر اولیګ ایوانوف لیدنه.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې پرون شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې غواړې افغانستان کې د سرطان یو خیریه روغتون جوړ کړي؛ په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي، دغه روغتون به په لومړي پړاو کې ۱۰۰ بستره ولري او په ځانګړي ډول به د بې‌وزلو ناروغانو د سرطان د تشخیص او درملنې لپاره کارول کېږي

د خونې رئیس سیدکریم هاشمي وویل؛ افغانستان کې د سرطان د تخصصي خیریه روغتون جوړول یوه ملي او بشري طرحه ده، چې د سوداګرو، پانګه‌والو، خیریه کسانو او خلکو په ګډون به عملي کېږي.

په افغانستان کې له سرطان سره د مبارزې بنسټ ویلي دي، چې په هېواد کې د سرطان د ناروغانو شمېر په ډېرېدو دی. د دغه بنسټ ريیس ډاکتر شفیق شینواري په دې وروستیو کې ازادۍ راډیو ته ویلي وو، چې د نړیوالو ادارو او د دوی د معلوماتو پر بنسټ تر دم ګړۍ تر یو نیم میلیون ډېر افغانان په دې ناروغۍ اخته دي.

که څه هم د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې دوی دغه شمېر نه تاییدوي، خو په افغانستان کې له سرطان سره د مبارزې بنسټ رییس ډاکتر شفیق شنیواری وايي، چې هر کال په دغه شمېر د سرطان شاوخوا ۵۰ زره نوې پېښې ورزیاتېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ۲۰۲۰ز کال کې ویلي وو، چې هر کال په هېواد کې د سرطان ۲۳ زره نوې پېښې ثبتوي، چې د هغو له منځه ۱۶ زره د دې ناروغۍ له کبله مړه کېږي.

ډاکټر شنیواری وايي، چې ډېر ناروغان اړ کېږي، چې د درملنې لپاره خصوصي روغتیايي مرکزونو ته ولاړ شي او دا په داسې حال کې ده، چې ډېر ناروغان په خصوصي کلینیکونو کې د لګښت د ډېروالي له کبله له درملنې بې‌برخې پاتې کېږي.

د دولتي روغتیايي مرکزونو یوه بنسټي ستونزه دا ده، چې په ډېرو مرکزونو کې د سرطان د دقیق تشخیص او درملنې لپاره اړین پرمختللي وسایل نه‌شته
ډاکتر شفیق شنیواری

دی همدغه راز وايي، په دولتي روغتونونو کې د سرطان د تشخیص او درملنې لپاره امکانات کم دي: «د دولتي [روغتیايي] مرکزونو یوه بنسټي ستونزه دا ده، چې په ډېرو مرکزونو کې د سرطان د دقیق تشخیص او درملنې لپاره اړین پرمختللي وسایل نه‌شته، لابراتواري ظرفیتونه او دوامدارې تشخیصي اسانتیاوې نه‌شته.» د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تر بندېدو مخکې ډېر ناروغان د درملنې لپاره پاکستان ته تلل، خو اوس چې لارې بندې دي، د افغانستان د سرطان د درملنې پر محدودو مرکزونو فشار لا زیات شوی دی.

ډاکټر شینواری، د سرطان د ناروغۍ په اړه د عامه پوهاي زیاتېدا اړینه بولي او وايي، چې په ښځو کې یو ډول او په نارینه‌وو کې بل ډول سرطانونه ډېر دي: «د ملي او نړیوالو اټکلونو له مخې، په افغانستان کې د ښځو په منځ کې د سینې او رِحم سرطان او په ناروینه‌وو کې د سږو، معدې، پروستات او کولمو سرطانونه ډېر دي.» د روغتیا د نړیوال سازمان پر بنسټ، هر کال په نړۍ کې له نهه میلیونه او ۸۰۰ زره څخه تر ۱۰ میلیونه انسانان د سرطان له ناروغۍ مړه کېږي. په نړۍ کې تر ټولو ډېر کسان د سږو له سرطان څخه مړه کېږي، چې شمېر یې نږدې ۲ میلیونو ته رسېږي.

په افغانستان کې، چې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره اړین او کافي امکانات نه‌شته، د طالبانو تر واک لاندې د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د یوه روغتون جوړېدا، د دې ناروغۍ د ناروغانو د درملنې لپاره د هیلې یوه کړکۍ پرانیزي.

دوی وايي د دې پروژې د عملي کولو لپاره یوه مسلکي کمېټه هم ټاکل شوې ده، چې د روغتون د جوړېدو ځای، نقشه، طبي وسایل، لګښتونه، مالي سرچینې او د مدیریت څرنګوالی وارزوي او د پروژې جامع اجرايي طرحه چمتو کړي.